ایران ۲۴۲ افغان بندیان چې ایران کې مجرم پیژندل شوي او بندي شوي و، د افغانستان دولت ته وسپارل.
ایران ۲۴۲ افغان بندیان د افغانستان حکومت ته وسپارل
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1397 ساعت 18:16
ایران ۲۴۲ افغان بندیان چې ایران کې مجرم پیژندل شوي او بندي شوي و، د افغانستان دولت ته وسپارل.
ایران سره د افغانستان د بندیانو د تبادلې هوکړې پر بنسټ تراوسه نهو پړاونو کې نږدې ۲ زره بندیان ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي.
د رپوټونو پر بنسټ دغه بندیان پرون د محکومانو د لیږ اتم پړاو کې، د هیواد قضایي چارواکو ته وسپارل شول.
ویل کیږي دغو بندیانو د خپل بند د پړاو یوه برخه د سیستان او بلوچستان ،فارس، یزد، کرمان، هرمزگان او خراسان رضوي زندانونو کې پایته رسولې.
ایران او افغانستان په بند د محکومو کسانو د لیږد هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې تراوسه نهو پړاونو کې نږدې دوه زره بندیان ایران څخه افغانستان ته لیږدول شو
د مطلب کود: 177795