دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 177806
د وسلوالو ډلو ۱۶ کسیز مشران به له څېړنو پرته ممنوع الخروج اعلان شي
کورنیو چارو وزارت د وسلوالو ډلو شپاړس کسیزه مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې د څېړنو لپاره دغه وزارت ته ورشي او که نه سمدلاسه به ممنوع الخروج اعلان او بانکي حسابونه به یې وتړل شي.

د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د مخنیوي او د ناقانونۍ د پای ته رسولو لپاره داسې ګامونه پورته کوي، چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
 دغه وزارت په جرمونو کې د ښکېلو شپاړس کسانو نوملړ خپور کړ او وزارت ته یې د څېړنو لپاره احضار کړل. تر اوسه لس دغه راز کسان کورنیو چارو وزارت ته ورغلي دي. ملاترخېل هم په دغو کسانو کې دی، چې ژمنه یې کړې خپل ورور به د څېړنو لپاره حاضروي.
دغه کسان په زورواکۍ، د نامسوولو وسلوالو کسانو څخه پر ملاتړ، د ځمکو پر غصب او ځینو نورو جرمونو تورن دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د هغو کسانو د وسلې او ساتونکیو د ګرزولو جوازونه به لغوه کړي، چې د مالیه ورکوونکیو په نوملړ کې ندي راغلي.  
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې یوازې هغه کسانو ته به د ساتونکیو د ګرزولو حق ورکړ شي، چې په مالیه وزارت کې یې نوم د مالیه ورکوونکیو په نوملړ کې شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت څرګندوي؛ غواړي د هغې پانګې درک هم معلوم کړي، چې له مالیاتي نظام بهر دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې په راتلونکیو څلیریشت ساعتونو کې به په لوړه کچه په جرمونو کې د ښکېلو کسانو بل نوملړ هم خپور شي.  
پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي؛ که له هغو کسانو، چې په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل دي پوښتنه وشي؛ نو دا کار به پر امنیت هم اغېز وکړي.
کورنیو چارو وزارت تر اوسه په جرمونو کې د ښکېلو وړو او منځنیو کسانو دوه نوملړه خپاره کړي او اوس چمتوالی نیسي، چې په لوړه کچه په جرم کې د ښکېلو کسانو نوملړ خپور کړي.
د کابل اوسیدونکی نعمت الله وایي: د شپې له لس بجو وروسته هیڅوک له کورونو وتلی نشي؛ په ښار کې ان په پوځي لباس کې ګرزي.
د کابل یو بل اوسیدونکی احمد رشاد وایي، دا کسان باید ونیول شي، چې خلکو ته هوساینه ور پر برخه شي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ټینګار کړی، چې دا د کار پای ندی؛ د قانون د عملي کولو لپاره نور کارونه هم د دغه وزارت پر میز د پلي کولو لپاره ایښي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7f8zpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته