د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف د پېښې د منلو تر څنګ څرګنده کړې، چې نوموړی طالبانو قاري حسین نوماوه، چې په ډېرو ورانوونکیو بریدونو کې یې لاس درلود.
ولسوال حنیف زیاته کړې، چې نوموړی نن مازیګر امنیتي ځواکونو د قره باغ په سبز سنګ سیمه کې وژلی دی.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي بنسټونو ګواښ کړی که وسلوال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نشي؛ نو وبه وژل شي.