دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۹
د مطلب کود : 177809
د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې یو طالب قومندان ووژل شو
د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۳) د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې طالب قومندان استاد حسین ووژل شو.

د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف د پېښې د منلو تر څنګ څرګنده کړې، چې نوموړی طالبانو قاري حسین نوماوه، چې په ډېرو ورانوونکیو بریدونو کې یې لاس درلود.
ولسوال حنیف زیاته کړې، چې نوموړی نن مازیګر امنیتي ځواکونو د قره باغ په سبز سنګ سیمه کې وژلی دی.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي بنسټونو ګواښ کړی که وسلوال طالبان د سولې له بهیر سره یوځای نشي؛ نو وبه وژل شي.
 
https://avapress.com/vdchvqnzw23nq6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته