کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو په وړاندی ائتلافي ځواکونو او افغان امنیتی ځواکونو بریدونه زور اخیستی دی

24 جدی 1397 ساعت 11:34

نظامي سرچینې وایي، د ائتلافي ځواکونو او افغان امنیتي او دفاعي قوتونو د هوایي حملو پایله کې تر ۲۵ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.



د راپورونو له مخې  د افغان ځانګړو ځواکونو او ائتلاف قوتونو په هوایي بریدونو کې د ارزګان ولایت په ترینکوټ او د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې لږ تر لږ ۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د ائتلافي ځواکونو په هوایي حملو کې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ۹ وسله وال طالبان او دغه راز د یادو قوتونو په یوه بله جلا حمله کې د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ۱۳ نور طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د  افغانستان د ځانګړو ځواکونو د خبر پر بنسټ د لوګر په ولایت کې د وسلو او مهماتو یو زیرمتون کشف شوی دی. امنیتي چارواکو ویلي، چې په دغو زیرمتون کې ۴۵ میله کلاشینکوفونه، ۴۲ میله تومانچې، یو روسي ساخت راکټ،۱۲۰ جوړې تکتیکي ډوله واسکټونه او څو زره د مختلفو وسلو مرمۍ او مهمات لاس ته ورغلي دي.
 


د مطلب کود: 177838

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177838/د-طالبانو-په-وړاندی-ائتلافي-ځواکونو-او-افغان-امنیتی-بریدونه-زور-اخیستی-دی

آوا
  https://www.avapress.com