کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان ملی امنیت سلاکار د زلمي خلیلزاد سره لیدلي

24 جدی 1397 ساعت 11:38

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره یې په عربي متحده اماراتو کې وکتل.



ښاغلي محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو د همدې اوونۍ تر پلان شوې رسمي لیدنۍ مخکې په دې لنډه لیدنه کې له یو بل سره د خپلو هڅو معلومات تبادله کړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې د هڅو په دوام له چین او عربي متحده اماراتو وروسته پرون شپه سعودي عربستان ته تللی دی.
اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هم د جنورۍ په اتمه هند ته تللی و او دا دی پرون د چین په خوا روان شوی.
 


د مطلب کود: 177839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177839/افغانستان-ملی-امنیت-سلاکار-د-زلمي-خلیلزاد-سره-لیدلي

آوا
  https://www.avapress.com