دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 177840
کورنیو چارو وزارت د عبدالحمید خراسانی د نیولو او ممنوع الخروج امر کړي
د لومړي ځل لپاره پنځلس زورواکي د حسابونو د تصفیې او ځواب ویلو لپاره خپل ځانونه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته معرفي کړل.

وروسته له هغې چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۶ تنو چې د یاد وزارت په وینا د ځمکو په غصب، د غیر قانوني وسلو په درلودلو او د قانون په تر پېښو لاندې کولو تورن دي، ۲۴ ساعته یې مهلت ورکړ، له جملې یې پنځلسو تنو خپل ځانونه پولیسو ته معرفي کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دی اړه رسنیو ته وویل، له دغو پنځلسو تنو چې پولیسو ته یې مراجعه کړې، پرې د لګول شویو تورونو په اړه ورنه پلټنې پیل شوې دي.

ده وویل: هدایت ورکړل شوی چې خراساني دې ممنوع الخروج شي، دوهم اقدامات ترسره شوي، که چېرې بانکي حسابونه ولري، باید وتړل شي، ټولو اړوندو څانګو ته یو بل هدایت ورکړل شوی، خراساني هر چېرې چې وي، ژر دې وپېژندل شي او ودې نیول شي.
ښاغلی رحیمي وايي، تر راتلونکو څو ساعتونو به د کورنیو چارو وزارت له لوري د زورواکو درېیم لېست هم خپور شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د ۲۲۲ تنو مجرمینو چې تر تعقیب لاندې دي، لېست خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې د دغو کسانو د اوسېدنې د ځای په اړه د اسنادو او مدارکو په ورکړې سره انعام ترلاسه کړي.
د دغه لېست له خپرېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په لېست کې شاملو یو شمېر کسانو خپل ځانونه پولیسو ته تسلیم کړي او ځیني یې هم نیول شوي دي.
دوهم لېست چې د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور شو، د هغو ۱۶ کسانونو نومونه په کې وو چې په غصب، زوراکۍ، غیر مسؤلې وسله والۍ، په ګډوډۍ جوړونې او په قانون ماتونې تورن دي.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت دغو کسانو ته ۲۴ ساعته مهلت ورکړ چې د ځواب ویلو لپاره د پولیسو اړوندو بنسټونو ته مراجعه وکړي.
د دغه وزارت په وینا، که چېرې یادو کسانو مراجعه ونه کړه، له ممنوع الخروج سره به په خواکې په کور دننه او بهر کې به یې بانکي حسابونه وتړل شي.
د دغو دوو لېستونو له خپرېدو سره په خوا کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لارښونه کړې چې له دې وروسته له امنیتي او دفاعي بنسټونو دباندې کسان نه شي کولای چې درنې وسلې له ځان سره وګرځوي.
د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات د بشري حقونو د ځینو بنسټونو له هرکلي سره مخ شوي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د کومو کسانو نومونه چې د کورنیو چارو وزارت په خپرو شویو لېستونو کې شامل دي، ځان قانون ته ونه سپاري، په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.
د نوموړي په وینا، په ټول افغانستان کې به د زورواکو او اخلال ګرانو په وړاندې یو ډول چلند کېږي.
 
https://avapress.com/vdcc0mqsx2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته