رپوټونه وايي بوینګ ۷۰۷ ډوله الوتکه پیام هوايي ډګر کې چې د تهران په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته پروت دی، د کښېناستو پر مهال د خرابې هوا له کبله له ځغاستلیکې ووتله او له یوه دېوال سره ولګېدله.
د ایران پوځ ویلي له ۱۶ کسانو سورلۍ یوازې یو انجنیر ژوندی موندل شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.
پر خواله رسنۍ خپاره شوي رپوټونه وايي د الوتکې تور بکس د پېښې سیمه کې موندل شوی دی.
د پوځ یوه ویندوی حکومتي تلویزیون ته ویلي چې الوتکه د ایران ده او پکې ټوله سپاره کسان ایرانیان ول.
د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې "د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)