کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: د پوځي کارګو الوتکې لوېدلو پېښې"۱۵ کسان وژلي"

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جدی 1397 ساعت 17:29

د ایران له پلازمېنې تهران سره څېرمه د کرج ښار کې د بار وړونکې الوتکې لوېدلو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.




رپوټونه وايي بوینګ ۷۰۷ ډوله الوتکه پیام هوايي ډګر کې چې د تهران په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته پروت دی، د کښېناستو پر مهال د خرابې هوا له کبله له ځغاستلیکې ووتله او له یوه دېوال سره ولګېدله.
د ایران پوځ ویلي له ۱۶ کسانو سورلۍ یوازې یو انجنیر ژوندی موندل شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.
پر خواله رسنۍ خپاره شوي رپوټونه وايي د الوتکې تور بکس د پېښې سیمه کې موندل شوی دی.

د پوځ یوه ویندوی حکومتي تلویزیون ته ویلي چې الوتکه د ایران ده او پکې ټوله سپاره کسان ایرانیان ول.
د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې "د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله."
 


د مطلب کود: 177864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177864/ایران-د-پوځي-کارګو-الوتکې-لوېدلو-پېښې-۱۵-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com