دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 177871
د امریکا خارجه وزیر د سعودی عربستان ولیعهد او پادشاه سره لیدنه کړي
مایک پمپئو د امریکا خارجه وزیر د یو دوره ای سفر په چوکاټ کې د سعودی عربستان ولیعهد او پادشاه سره په ریاض کې لیدنه او خبری کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د امریکا سفارت په ریاض کې اعلان کړی دی چی ښاغلی پمپئو او سلمان بن عبدالعزیز سعودی پادشاه په ریاظ کی د یو لیدنې په لړ کې دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه سیمه ایز مسائلو لکه ایران، افغانستان او یمن په اړه خبری کړی دی.
پمپئو په دی سفر کې د محمد بن سلمان سعودی عربستان ولیعهد سره هم لیدنه کړی او هغه سره یمن سولې په اړه بالصخوص الحدیده کې د جګړی بندون په اساس استکهلم تړون باندی تبادل نظر کړی دی.
سعودی عربستان خبرګزاری ګزارش ورکړی دی چی د مایک پمپئو په ناسته کې ددی هیواد پادشاه سره دواړو لورو تاریخی اړیکی او خاورمیانه تحولات تر بحث باندی ونیول شو.
د پمپئو دوره ای سفر و څو عربی هیوادونو ته د سه شنبه څخه شروع شو چی تراوسه د اردن، عراق، سعودی عربستان، مصر، بحرین، امارات او قطر څخه لیدنه کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcguu9qqak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته