دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۲۵
د مطلب کود : 177879
سعودي عربستان چمتو دی، چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه د سولې خبرو کې اسانتیاوې رامنځته کړي
د سعودي عربستان د ملي له امنیت له سلاکار سره لیدنه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټورو میکانیزمونو په جوړېدو او پیاوړتیا بحث وشو.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال له خپل عرب سیال ډاکټر مساعد العیبان، د نوموړي هېواد د استخباراتو له رییس جنرال خالد الحمیدان او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال عبدالاله الصالح سره د جلا کتنو پر مهال ولیدل.
په دې لیدنو کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره مشترکې مبارزې، دوه اړخیزو او په څو اړخیزو همکاریو مفصل بحث وشو.
د سعودي عربستان د ملي له امنیت له سلاکار سره لیدنه کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ګټورو میکانیزمونو په جوړېدو او پیاوړتیا بحث وشو.
عربستاني لوري افغانستان کې د سولې له هغه بهیر چې سیمه کې د امنیت د تامین لامل وګرځي د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ، چې حکومت یې چمتو دی څو د افغانستان د حکومت په غوښتنه دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف له سکرټر جنرال سره لیدنه کې له افغانستان غوښتنه وشوه تر څو خپل استازی یاد بنسټ ته معرفي کړي، چې له نورو اسلامي هېوادونو او متحدینو سره په مشارکت، له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډې همکارۍ ترسره شي.
د یاد ائتلاف سکرټر جنرال سیمه او نړۍ کې د افغانستان ځای او ارزښت ته په اشارې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې مختلفو برخو کې به افغانستان سره همکار پاتې شي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محب له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر مشترکو همکاریو د ټینګار سربېره، تروریزم سره مبارزه کې د اسلامي هېوادونو د ائتلاف د وړاندیز هرکلی وکړ.
په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې یاد ائتلاف او افغان لوری به ترهګرۍ سره د مبارزې عملي پلان جوړوي او د اجرايي کېدو لپاره به یې همغږي اقدامات کوي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنو وروسته، د عمرې حج ادا کولو ته لاړ او افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره د لوی خدای ج دربار ته دعا وکړه
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceff8zojh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته