دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 177908
په پاکستان کې طالبانو یو جګپوړي مشر حافظ محیب الله نیول شوي
د طالبانو یوې سرچینې له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې پاکستان د پښتونخوا مرکز پېښور کې حافظ محیب الله خپل کور کې نیولی دی.

حافظ محب الله د طالبانو د حکومت پر مهال د حج او اوقافو چارو وزیر وو
پاکستان حکومت له لوري دغه پخوانی چار واکی په داسي حال کې نیول کیږي چې افغانستان، امریکا او متحدینو یې تل پر پاکستان نیوکې کړې چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته ځای ورکړی دی.
خو په پاکستان د طالبانو د ملاتړ په برخه کې ور باندې لګلیدلي تورنه تل رد کړي دي.
په پاکستان کې د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې نیول کیږي، چې ټاکل شوې ده د افغان سولې لپاره د امریکا  ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد نن سه شنبه، د مرغومی ۲۵مه  بیاځلي پاکستان ته ولاړ شي.
امریکا غواړي د افغانستان ۱۷ کلن جنګ ته د پای ټکی کیږدي نو په دې موخه د دغو هیواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې په تړاو خپل سفرونه پیل کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ څو ځلې مخامخ ناستې شوې دي خو تر اوسه امریکا په دې نه ده توانیدلې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته قانع کړي.
پاکستاني چارواکو تردې دمه د دغو طالب چارواکي د نیول کیدو په هکله څه نه دي ویلي.
د طالبانو مهمو مقاماتو د نوم نه ښودولو په شرط رسنیو ته ویلي چې پاکستان غواړي د دغسې فشارونو له امله طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینوي.
 
https://avapress.com/vdchvqnz623nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته