کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولانا فضل الرحمن: طالبان دې د افغانستان حکومت سره هم سولې خبرې وکړي

25 جدی 1397 ساعت 17:14

د پاکستان د مذهبي ګوند جمعيت اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له طالبانو غوښتي چې د امريکا ترڅنګ دې له افغان حکومت سره هم د سولې خبرې وکړي.



نوموړي دغه څرګندونې د امريکا غږ راډيو له پښتو څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کړې او په ډاګه کړې یې ده چې د افغانستان کورنۍ سوله هم ډېره مهمه ده.
هغه ويلي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې هغومره مهمې دي، څومره چې له امريکا سره دي.
مولانا فضل الرحمن زياته کړې، طالبان دريځ لري چې امريکا د دوى نظام له منځه وړى، نو لومړى بايد له هغوى سره خبرې وشي، امريکا يې دا غوښتنه ومنله، خو له دې امله چې موضوع د افغانستان ده، افغانستان يو دولتي نظام او حکومت لري؛ نو طالبان دې له خپلو افغانانو سره هم خبرې وکړي.
هغه په افغان سوله کې د پاکستان د رول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، په دې کې شک نشته چې له پاکستانه پرته د سولې خبرې اغېزناکې نه دي.
مولانا فضل الرحمن د جهاد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي: ((دا ډېره  حساسه پوښتنه ده، اوس چې د سولې خبرې روانې دي، پر دې موضوع خبرې نه کوو، موږ په افغانستان کې د طالبانو دفاع ته جايز ويلى، د جهاد خبره اوس کول نه دي په کار، نه غواړو چې څوک خواشينى شي، په مثبتو رويو سره حالات بايد د سولې لوري ته ولاړ شي.))
مولانا فضل الرحمان چې د غربي رسنيو له خوا ورته د طالبانو روحاني پلار هم ويل کېږي، د  لومړي ځل لپاره يې د افغانستان په اړه په څرګندونو کې بدلون راغلى دى.
نوموړي تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو جګړه روا بلله او ترې يې ننګه کوله، خو هغه اوس پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړى دى.


د مطلب کود: 177930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177930/مولانا-فضل-الرحمن-طالبان-دې-د-افغانستان-حکومت-سره-هم-سولې-خبرې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com