کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داودزی: د پاکستان نور سیاسیون هم باید د افغانستان په اړه خپل موقف تغیر کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 جدی 1397 ساعت 18:10

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس د افغان سولې په اړه د پاکستان د جمعیت علما اسلام د مشر د وروستیو څرګندونو هر کلی وکړ.



محمد عمر داودزي د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر۲۵مه» خبریالانو ته وویل چې دا لومړی ځل دی چې مولانا فضل الرحمن د افغان سولې په اړه داسې څرګندونې کوي.
نوموړي‌ زیاته کړه چې مولانا فضل الرحمن دا ځل د سولې له فرهنګه غږېدلی او د تېر په شان پر جګړې او جهاد نه غږېدلی.
هغه وویل: "د غه موقف څه موده مخکې نه و،دا لومړی ځل دی چې د مولانا فضل الرحمن له خولې داسې خبرې له امریکا غږ سره چې یوه نړیواله رسنۍ ده انعکاس پیدا کړ، زه یې څرګندونو او موقف له تغیر څخه قدرداني کوم."
نوموړي زیاته کړه چې پاکستان ته پخپل وروستي سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې تفصیلي غږېدلی دی.
ښاغلي داودزي د پاکستان له نورو سیاسي، مذهبي‌ او ملي شخصیتونو څخه هم وغوښتل چې د نوموړي‌ لار تعقیب او عملي‌ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ له امریکا غږ سره ځانګړې مرکه کې له افغان طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره هم د سولې خبرې وکړي.
هغه وویل چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو یو اړخ امریکا ده او بل یې افغان حکومت دی.
هغه وویل:"دوی د افغانستان طالبان دي او جنګ خو د دوی هم د خپل حکومت سره دی او د هغوی سره داخلي صلح هم هغومره اهمیت لري لکه څنګه چې امریکا سره د دوی په نظر کې اهمیت لري، زما خپله رایه دا ده چې داخلي امنیت لپاره داخلي مذاکرات هم ضرور دي".
د افغان سولې په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه په کور دننه، نړیواله او سیمه ییز کچه هڅې زیاتې شوي‌ دي.

 


د مطلب کود: 177934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177934/داودزی-د-پاکستان-نور-سیاسیون-هم-باید-افغانستان-په-اړه-خپل-موقف-تغیر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com