اعلاميه وايي، ښاغلی خليلزاد به په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله او سياسي مشرانو سره د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په هدف وويني.
تر دې مخکې ښاغلي خليلزاد چين ته سفر وکړ او هلته یې د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.
ده پر ټويټر په يوه پيغام کې له چینایي چارواکو سره خبرې ګټورې بللي او زیاته یې کړه چې دا چارواکي د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره ژمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وويل چې د جنورۍ له اتمې نېټې به ښاغلی خليلزاد هندوستان، چین، پاکستان او افغانستان ته سفر ولري