کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جمهوررئیس غني سره د خپل سفر جزئیات شریک کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 جدی 1397 ساعت 10:29

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.



په دغه کتنه کې چې تیره ماښام په ارګ کې وشوه، د جمهوررئيس لومړی مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، طالبانو سره د حکومت د مذاکراتي ټیم غړو، ځینې ملي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم حضور درلود.
ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو، هند، چین او اماراتو ته د خپل سفر راپور او جزئیات وړاندې کړل او وې ویل، د سیمې هېوادونو ته یې د سفر موخه د افغان سولې پروسې د پیلولو لپاره د سیمه ‏ییزې اجماع رامنځته کول وو او د کابل له سفر وروسته به دغو سفرونو ته دوام ورکوي.  دغه راز یې د غونډې پر مهال د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.
په دې کتنه کې جمهوررئیس محمداشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیلولو په خاطر د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې وې ویل، په افغانستان کې دننه د سولې د راوستو پر سر بشپړه اجماع موجوده ده. دواړو غاړو د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې پر پیلولو ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 177952

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177952/د-افغانستان-سولې-لپاره-امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-ځانګړي-استازي-جمهوررئیس-غني-سره-خپل-سفر-جزئیات-شریک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com