دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 177979
۹ تنه داعشیان د هغوی دری قوماندانانو په ګډون په ننګرهار کې ووژل شو
ننګرهار سیمه ایز چارواکې د هیواد په ختیځ کې خبر ورکوی چی ۹ تنه داعش وسله وال د هغوی درو تنو قوماندانانو په ګډون په دی ولایت کې وژل شوی دی.
 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د ننګرهار ولایت مطبوعاتی دفتر د یو خبرپاڼی په خپرولو سره اعلان کړی چی دا کسان د ملی امنیت خاصو ځواکونو عملیات په ترڅ کې د اچین ولسوالی مومند دره سیمه کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼی په اساس، د ملی امنیت خاص ځواکونو عملیات تیره شپه د اچین ولسوالی مومند دره سیمه کې صورت نیولی دی.
خبرپاڼه زیاتوی چی په دی عملیات کې د داعش وسله والو دوه مهم پناه ګاوی هم په پوره توګه تخریب شوی دی او مجاهد، هارون او آصف د داعش تروریستی ډلې مشرانو څخه په ننګرهار کې وژل شوی دی.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلی دی چی په دی عملیات کې څو ماینونه او انتحاری واسکتونه هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
 
https://avapress.com/vdcfeedy1w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته