دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 177986
کندهار کې د طالبانو یو نفوذي کس پنځه پولیس وژلي ـ سرچینه
په کندهار ولایت کې تېره شپه یوه نفوذي پوليس پر خپلو ملګرو برید کړی ۵ پوليس وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي.

پېښه نن د چهارشنبې سهار وختي د پنجوايي ولسوالۍ په موشان امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.
د کندهار یوه امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم خپور شي د «مرغومې پر۲۶مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې برید کوونکی پوليس تر پېښي وروسته د نورو وسله والو په مرسته له سیمې څخه وتلی دی.
سرچینه زیاته وي چې برید کوونکي پوليس له تېرو څو میاشتو راهیسې دنده پيل کړې وه او نن سهار وختي د پيرې پر مهال يې پر خپلو ملګرو برید کړی او ۵ پوليس يې وژلي.
منبع وايي:"برید ګر پوليس خپل ټول پنځه ملګري چې په موشان پوسته کې يې دنده لرل وژلي او شپږ میله وسلې يې له ځان سره وړي، نورو پوليسو د برید ګر لټون پيل کړی خو هغه دوسله والو طالبانو سره یوځای شوی او د هغوی په مرسته له سیمې څخه وتلی."
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز له امریکاغږ اشنا راډیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه خو وايي، چې په اړه به يې وروسته جزئیات خپاره کړي.
موشان د ژړی او پنجوايي ولسوالۍ ترمنځ پراخه کلیوالي سیمه ده چې د کندهار په جنوب کې موقعیت لري.
دغه راز یاده سیمه د وسله والو طالبانو د تګ راتګ عمده لار هم ګڼل کېږي.
بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي تلیفوني پیغام کې د پېښط مسئولیت په غاړه اخیسی او زیاته کړې يې ده چې برید کوونکی پوليس د دوی نفوذي ملګری وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj50f9yt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته