دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 178002
د بلخ چارواکي: په عملیاتو کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي
د بلخ امنیه قوماندان وایي، د ولید ۲۴ په نوم عملیاتو پر مهال په‌دغه ولایت کې ۱۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

محمد اکرم سامع ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات دوه ورځې وروسته له هغه پیل شوي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه وشول.
د ښاغلي سامع په خبره په‌دې عملیاتو کې ځمکني او هوایي ځواکونه برخه لري.
دا عملیات په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو په هدف پیل شوي دي.
بل‌خوا د ننګرهار چارواکي وایي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د درېیو قوماندانانو په ګډون ۹ تنه داعش وسله‌وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي له دفتره په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مومند درې سیمه کې شوي دي.
د اعلامیې له مخې د داعش وسله‌والو دوه مرکزونه په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي.
اعلامیه زیاتوي په‌دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0fxyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته