دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 178028
زلمي خلیلزاد به نن اسلام آباد کې پاکستاني چارواکو سره خبری وکړی
په پام کې ده چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد سیمې ته په‌دې سفر کې چې د روانې میلادي میاشتې له اتمې یې پیل کړی، له دې مخکې هند، چین او متحده عربي اماراتو ته تللی او تر پرونه هم په کابل کې و.
خلیلزاد پرون په کابل کې د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو وروستي بیان ته په اشاره وویل چې که طالبان غواړي خبرې وکړې، ورسره خبرې کوو، که جګړه غواړي ورسره جګړه کوو، خو دوی هیله مند دي چې طالبان سوله وکړي.
طالبانو په دې بیان کې چې وړمه ورځ یې خپور کړی، ګواښ کړی چې له واشنګټن سره به تماسونه قطع کړي که امریکا د خبرو په اصلي محور کې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو حضور شامل نه‌کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي هیله وښوده چې ډېر ژر به بیا له طالبانو سره خبرې وکړي، خو دقیقه نېټه یې په ډاګه نه‌کړه.
 
https://avapress.com/vdcb5wb8wrhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته