دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 178036
دفاع وزارت په بادغیس کې طالب وسله والو ته د تلفاتو اړولو ادعا کړې
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د چهارشنبې په ورځ ( مرغومې ۲۶ مه) د بادغیس ولایت د ابکمري په ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند احمد غفوراحمد جاوید وايي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو په لسګونو موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.
د بادغیس ولایت د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل،چې دا عملیات د ابکمري ولسوالۍ د بند شَرَم، ګنده اب، بلند کوه، بند سبزک، چشمه شرین او لامان په سیمو کې شوي دي.
هغه وویل، په دې عملیاتو کې درې افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند وویل، چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو سره ملي او سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو هم برخه لرله.
د افغانستان په لودیځ کې د ځانګړو ځواکونو ویاند مجیب الرحمان امیني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې د ابکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال نوراغا هم ټپي شوی دی.
وسله والو د دفاع وزارت او د بادغیس د ولایتي چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو په دې وروستیو ورځو کې د بادغیس ولایت د ابکمري په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.
تیره اونۍ د مرغومې په ۱۹ مه، وسله والو طالبانو د ابکمري ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره پراخه عملیات کړي وو، چې له امله یې شپږ امنیتي کارکوونکي وژل شوي وو او دغې ولسوالۍ د ولسوال سربیره لس تنه نور ټپیان شوي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaean6i49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته