کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جدی 1397 ساعت 15:52

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.




په دغو تلیفوني خبرو کې د هېواد جمهوررئیس د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه. عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له جمهوررئیس څخه هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. 

 
--


د مطلب کود: 178048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178048/جمهوررئیس-غني-او-د-پاکستان-لومړي-وزیر-ټلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com