دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 178048
جمهوررئیس غني او د پاکستان  لومړي وزیر ټلیفوني خبرې وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.


په دغو تلیفوني خبرو کې د هېواد جمهوررئیس د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه. عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له جمهوررئیس څخه هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. 
 
--
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0fjyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته