دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 178062
۱۸ تنه طالبان د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې ووژل شو
بلخ سیمه ایز چارواکې د هیواد په شمال کې اعلان کړی دی چی ۱۸ تنه طالبان د ولید ۳۴ عملیات په ترڅ کې د چمتال ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی او له بل لوری د کماندو ځواکونو عملیات هم د جوزجان او بلخ لویی لاری په لړ کې شروع شوی دی.
 
 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حنیف رضائی، د شاهین ۲۰۹ قول ردو مطبوعاتو مسؤول د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې ویلی دی چی هوایی او ځمکنۍ عملیات د ولید ۳۴ ترنامه لاندی د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې تیره ورځې راهیسی شروع شوی دی.
همدارنګه شاهین ۲۰۹ قول اردو د کماندو عملیات د جوزان او بلخ لویی لاری په اوږدو کې بیرته شروع کړی او دا لویه لاره د مخالفینو شتون څخه پاک سازی او نویو امنیتی پوستو رامنځته کولو په حال کې دی.
هغه زیاته کړی چی ولید ۳۴ عملیات تیره ورځ د چمتال په ولسوالی کې شروع شوی چی تراوسه پوری ۱۸ تنه مسلح طالبان د هوایی او ځمکنۍ بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
ښاغلی رضایی ددی عملیات څخه مقصد د بلخ ناامن ولسوالیو پاکسازی او ددی عملیاتونو دوام څخه بلخ ولایت کې خبر ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcjmoev8uqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته