کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د روسیې د سړې جګړې د وسلو د کنټرول یوه مهم تړون وړاندیز رد کړ

27 جدی 1397 ساعت 17:58

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې هغه وړاندیز رد کړ چې د سړې جګړې د وسلو د کنټرول د یوه مهم تړون د ژغورلو لپاره‌یې کړی و.



واشنګټن ویلي، نه‌شي تأییدولی چې دغه تړون دې سم کنټرول کړای شي.
د وسلو د کنټرول او د نړیوال امنیت په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، اندریه ټامسون «Andrea Thompson» پرون چهارشنبه په جنیوا کې د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ د سې شنبې له غونډې وروسته وویل، مسکو له دې ډډه کوي چې د روسیې د میزائیلو د نوي سیستم په اړه چې واشنګټن هغه له «INF» تړون څخه سرغړونه بولي، دقیقه څارنه وشي.
هغې وویل، له روسیې سره په پرونۍ غونډه کې د پام وړ پرمختګ ونه‌شو.
د اټمي وسلو د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول دغه تړون په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د مېرمن ټامسون دغه څرګندونې ښیي چې واشنګټن دې ته تیاری نیسي چې راتلونکې میاشت له دې تړونه ووځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا متحده ایالات تورن کړ چې د وسلو د کنټرول د تړونونو سیستم له‌منځه وړي، خو مسکو هڅه کوي چې «INF» وساتي.


د مطلب کود: 178063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178063/امریکا-د-روسیې-سړې-جګړې-وسلو-کنټرول-یوه-مهم-تړون-وړاندیز-رد-کړ

آوا
  https://www.avapress.com