دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 178105
چارواکي: په بغلان کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي
افغان کومانډو ځواکونو د بغلان د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدین سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پکې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات د جمعې په ورځ په برياليتوب تر سره شول چې نه يوازې نهه وسله وال طالبانو پکې وژل شوي، بلکې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان کوماندو ځواکونو لاس ته لوېدلي.
د ښاغلي نعمتي په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو دوه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
راپورونه وايي، په دې وروستيو کې د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين سیمه کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nzm23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته