کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناسي پلوسي په ټرمپ نیوکه کوي چې ګوندې د دې سفر یې علني کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جدی 1397 ساعت 11:34

د امریکا د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي ويلي، دا یو غیر مسؤلانه کار دی چې ډونالد ټرمپ افغانستان ته په غير دولتي الوتکو کې د استازو د سفر پلان علني کړ.



د مېرمن پلوسي په وينا، له دې سره په افغانستان کې د دوی لپاره وضعیت نور هم خطرناکه کېږي.
د ټرمپ ادارې د امریکا د کانګرس پر غړو بندیز ولګاوه چې ګواکي د نيمايي حکومتي چارو په ټپه درېدو پر مهال د دولت په الوتکو کې سفر نشي کولای.
د سپينې ماڼۍ له خوا د بودجې او مدریت په اړه خپره شوې تګلاره کې راغلي، د کانګرس غړي یوازې هغه مهال له دولتي الوتکو استفاده کولای شي چې سپينه ماڼۍ ورته اجازه ورکړي.
د پنجشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ د نانسي پلوسي مخه ونيوه چې افغانستان ته په رسمي سفر په پوځي الوتکه کې لاړه شي.
د پلوسي دفتر د جمعې په ورځ د ټرمپ پر اداره تور پورې کړ چې په تجارتي الوتکه کې يې د دې د سفر پلان علني کړی دی.
سپینې ماڼۍ دا تورونه رد کړي دي.
 


د مطلب کود: 178107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178107/ناسي-پلوسي-په-ټرمپ-نیوکه-کوي-چې-ګوندې-د-دې-سفر-یې-علني-کړی

آوا
  https://www.avapress.com