دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 178116
د کانونو او پترولیم وزارت یو شمېر لويې پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کوي
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، دوی یو شمېر لويې پروژې د پانګونې په هدف داوطلبۍ ته وړاندې کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د سمنګان، جبل سراج، کندهار او هرات ولایتونو د سمنټو، د کنړ د مرمرو او د ننګرهار ولایت د تالک ډبرو پروژې شاملې دي.
ښاغلي مطفي وویل، دغه پروژې به تر تړون تړلو دمخه په دقیق ډول وارزول شي.
د نوموړي په خبره، په دې سره به عواید لوړ او خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvoevmuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته