د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ګزارشونو په اساس د طالبانو په دی برید کې د واده ځینی ګډون کوونکې وژل شوی او ټپیان شوی دی.
محمد ګل هاشمی، د نادعلی ولسوال ددی پیښی په تایید سره وایی چی مسلح طالبان تیره شپه د نادعلی ولسوالی غربی ۳۱ سیمه کې د وعده پر یو محفل باندی بری کړی چی په ترڅ کې یی یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.
د نادعلی ولسوال په وینا شپږ تنه نور ددی وعده محفل څخه طالبانو د ځان سره بیولي.
ویل کیږی چی دا واده مراسمو د ملی امنیت یو کارمند په کور کې رامنځته شوی وو.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.