دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 178121
ترکیه د افغانستان د زعفرانو لپاره په یوښه او مهم بازار بدلیدونکې ده
د کرهڼې وزارت مسولین وایي، ترکیه سږ کال د اسپانیا د زعفرانو پر ځای د افغانستان زعفران پیري.

د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت له بیان سره سم ټاکل شوې ده چې سږ کال به ترکیه د اسپانیا د زعفرانو پر ځای د افغانستان  ۳۰۰ کیلوګرامه زعفران وپېري.
په افغانستان کې د ترکیې د مرستو د انسجام ادارې ( ټیکا) د کرهنې او اوبو لګولو له وزیر سره په هرات کې ویلي چې، تر کیه په کال کې ۳۰۰ ټنو زعفرانو ته اړتیا لري د دغې اړتیا یوه برخه به افغانستان پوره کوي، نو له دې امله ترکیه د افغانستان د زعفرانو لپاره په یوښه او مهم بازار بدلیدونکې ده.
د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیر احمد دراني د خپل سفرپه لړ کې ویلي چې په هرات کې د زعفرانو تولید، څه باندې ۱۵ټنو ته رسیدلی حال دا چې دغه رقم په تېرو کلونو کې اوه ټنو ته رسېده.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مالوماتو له مخې، افغانستان د کال ۱۰ زره او ۶۰۰ مټریکه ټنه د زعفرانو تار او وچ پودر تولیدوي دغه اندازه تولید د نړۍ کابو دوه سلنه زعفران جوړوي.
اوسمهال افغانستان ترکیې ته د زعفرانو د صادرولو لپاره ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه ورکوي. خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې ترکیې د افغانستان پر زغفرانو تعرفه صفر ته را ټیټه کړې ده، د دغو وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د ترکیې هېواد اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د زغفرانو د صادراتو لپاره هم زمینه برابروي.
د دیاونې وړ دی چې هرات ولایت ته د دغو چارواکو د سفر په ترڅ کې دغلته د زغفرانو د لومړني انسټېټیوټ بنسټ هم  کېښودل شو.
ټاکل شوې ده دغه انسټېټیوټ د ۵۷.۸ میلیونو افغانیو په لګښت، د ۱۳۹۸ کال تر پایه جوړ شي.
په هرات ولایت کې د دغو انیسټیوټ بنسټ په داسې حال کې ایښودل کیږي چې د یاد ولایت د زعفرانو ځینې کروند ګر، وايي  چې په هېواد کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي سره سم، د دغه بوټي بیه تر نیمايي راټیټه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcf0cdyyw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته