خوښ ديک ۰

بغلان ولایت کې د کومانډو ځواکونو عملیات په ترڅ کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

افغان کومانډو ځواکونو د بغلان د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدین سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پکې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بغلان ولایت کې د کومانډو ځواکونو عملیات په ترڅ کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د بغلان والي عبدالحی نعمتي ازادي راډيو ته وويل چې دا عملیات د جمعې په ورځ په برياليتوب تر سره شول چې نه يوازې نهه وسله وال طالبانو پکې وژل شوي، بلکې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان کوماندو ځواکونو لاس ته لوېدلي.
د ښاغلي نعمتي په وينا، په وژل شويو کې د طالبانو دوه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
راپورونه وايي، په دې وروستيو کې د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين سیمه کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي.
 
شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود: 178122 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *