دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 178171
بادغیس ولایت کې افغان ځواکونو چاڼییز عملیاتو کې ۴۸ تنه طالبان وژل شوی
د بادغیس ولایت په قلعه نو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یې ۴۸ طالب جنګیالي وژلي او د سړک د غاړي ۹ کړۍ ماینونه یې شنډ کړي دي.

خبر پاڼه زیاتوي د بغلان ولایت د پلخمري لویې لارې د امنیت په پار د دغې لارې په اوږدو کې ځانګړو ځواکونو چاڼیز عملیات کړي ۶ نور طالب وسله وال یې وژلي دي.
د دغې خبر پاڼې پربنسټ د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر ضد د بریدونو چمتو کوونکی قوماندان ګل محمد له خپلو ۱۰ نورو اورپکو سره وژل شوی دی. افغان ځواکونو په داسې حال کې طالبانو ته د دوی له لوري د دومره درنو تلفاتو د اوښتو خبرونه خپروي چې، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو  بهیر هم په لوړ او ځوړ روان دی، کله د سولې د راتګ لپاره هیله بښونکې او کله بیا مایوسونکي خبرونه خپریږي.
 
https://avapress.com/vdca0an6649n061.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته