کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامی جمعیت ګوند د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د نوماند به توګه ملاتړ کوی

30 جدی 1397 ساعت 12:05

د اسلامي جمعیت ګوند د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنوکې د دغو ګوند له مخکښ غړي او د اوسني حکومت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د نوماند په توګه ملاتړ کړی دی.



د اسلامي جمعیت ګوند له لوري رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې، یاد ګوند د رهبري شورا غړي، د جمعې په شپه د مرغومې په ۲۹ مه د صلاح الدین رباني په کور کې سره کښیناستلي دي او د رایو په اکثریت یې را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته د دغو حزب غړی ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماند په توګه ټاکلی دی.
د اسلامي جمعیت ګوند له لوري په دغې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ګوند به د جنرال دوستم په مشرۍ له جنبش اسلامي او د محمد کریم خلیلي په مشرۍ د وحدت اسلامي له ګوندونو سره ګډه انتخاباتي ټکټ رامنځته کړي.
د جمعیت ګوند له لوري دغه اعلامیه په داسي حال کې خپریږي چې د دې ګوند یو شمېر مخکښ غړي د سولې او اعتدال په انتخاباتي ټکټ کې له محمد حنیف اتمر سره ملګري شوي دی او د دغو ګوند یو مهم غړی محمد یونس قانوني د سولې او اعتدال انتخاباتي ټيم د لومړي مرستیال په توګه پرون نوم لیکنه کړې ده.
دغه راز د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه ریس عطامحمد نور، بسم الله محمدي، محمد اسماعیل خان او بصیر سالنګي له محمد حنیف اتمر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
ویل کیږي چې اوسني ولسمشر او د راتلونکو ټانکو لپاره نوماند محمد اشرف غني له جمعیت اسلامي ګوند څخه غوښتي وو چې د لومړي مرستیال په توګه دې دغه حزب ورته یو کس معرفي کړي خو د یاد حزب له لوري د ښاغلي غني دغه وړاندیز رد شوی وو.
رسنیو داسي راپونه هم خپاره کړي دي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند بل مهم غړی امرالله صالح به د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه د ښاغلي غني په مشرۍ له انتخاباتي ټکټ سره یو ځای شي.
 


د مطلب کود: 178173

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178173/اسلامی-جمعیت-ګوند-د-ډاکټر-عبدالله-څخه-نوماند-توګه-ملاتړ-کوی

آوا
  https://www.avapress.com