د کابل ـ لوګر د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر والي محمد پر موټریز کاروان موټر بم چاوده شوې ده.
د لوګر والي پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1397 ساعت 12:24
د کابل ـ لوګر د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر والي محمد پر موټریز کاروان موټر بم چاوده شوې ده.
دغه چاودنه نن سهار شااخوا لس بجې د کابل ـ لوګر ترمنځ د سفید سنګ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې خپله والي ته زیان نه دی رسېدلی.
نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې د والي ساتونکو ته تلفات اوښتي خو زیاته یې کړه چې کره معلومات تر اوسه معلوم نه دی.
د مطلب کود: 178178