د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د نهو ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو کمیسیون د نهو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1397 ساعت 13:34
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د نهو ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پروان، سمنګان، ارزګان، نیمروز، زابل، دایکندي، بامیان او جوزجان ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیاله، شیما علم سروش وایي چې د ارزګان پرته د پاتې نورو اتو ولایتونو په پایله کې کوم بدلون نه دی راغلی.
خو د ټاکنیزو کمیسیونونو د پریکړې پر بنسټ د ارزګان په وروستۍ نوملړ کې د انوشه بارکزۍ پر ځای میرمن ګلالۍ لار موندلې.
د مطلب کود: 178187