دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 178188
د پرله پسې واورو له کبله د سالنګ لویه لار بنده شوې
د پرله پسې واورو له کبله د سالنګ لویه لار بنده شوې او تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ دا مهمه لار به کله پرانیستل شي.
شااوخوا یو نیم متر واوره ورېدلې او لا هم دوام لري.
که څه هم د لارې بندېدو مسافر سرګردانه کړي، خو ډېر خلک د واورو ورښت ته خوشال دي چې ګوندې وچکالي به ورسره کمه شي.
د وروستیو واورو له امله د سر د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو ۶ کاله پخوا په سالنګونو کې د زیاتې واورې له ورېدو وروسته، د د واورې ښویدنې له کبله نږدې ۳ سوه تنه مړه شول.
 
https://avapress.com/vdcivvazvt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته