کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد اشرف غني ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1397 ساعت 15:50

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو لپاره نن د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه وکړه.



ولسمشر غني خپل لومړی مرستیال امرالله صالح او خپل دوهم مرستیال سرور دانش او عبدالله عبدالله خپل لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهنمند او دوهم مرستیال اسدالله سعادتي معرفي کړل.
مخکې تر دې زلمي رسول، نورالحق علومي، حکیم تورسن، لطیف پدرام، حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، رحمت الله نبیل او ابراهیم الکوزي د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي او ټاکل شوې چې د ورځې تر پایه یو شمېر نور کاندیدان هم خپل نومونه ثبت کړي.
نن د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې ورستۍ ورځ ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې به د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۲۹مه ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 178196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178196/محمد-اشرف-غني-ولسمشریزو-ټاکنو-ته-خپله-نوماندي-ثبت-کړه

آوا
  https://www.avapress.com