دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 178196
محمد اشرف غني ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوماندي ثبت کړه
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو لپاره نن د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه وکړه.

ولسمشر غني خپل لومړی مرستیال امرالله صالح او خپل دوهم مرستیال سرور دانش او عبدالله عبدالله خپل لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهنمند او دوهم مرستیال اسدالله سعادتي معرفي کړل.
مخکې تر دې زلمي رسول، نورالحق علومي، حکیم تورسن، لطیف پدرام، حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، رحمت الله نبیل او ابراهیم الکوزي د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي او ټاکل شوې چې د ورځې تر پایه یو شمېر نور کاندیدان هم خپل نومونه ثبت کړي.
نن د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې ورستۍ ورځ ده.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې به د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۲۹مه ترسره کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nz-23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته