دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 178198
د افغانستان مشرانو جرګه د ۴۵ ورځو لپاره رخصت شوه
د افغانستان د ملي شورا د شپاړسمې دورې اتم تقنیني کال د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد او د مشرانو جرګې غړي د روان لمریز کال د دلوې له لومړۍ نېټې د حوت تر پنځلسمې پورې د ژمنیو رخصتیو په نامه رخصت شول.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې د تفنیني کال د پای ته رسېدو په وروستۍ عمومي غونډه کې وویل، یادې جرګې په روان تقنیني کال کې خپل ټول فعالیتونه د هېواد له اساسي قانون او د ملي شورا له نافذو مقرراتو سره سم ترسره کړي دي.
ده وویل، ټولو سناتورانو هم د کمېسیونونو په ځانګړو ناستو او هم د جرګې په عمومي غونډو کې د خلکو غږ پورته کړی او حکومت ته یې رسولی دی.

ده وویل:
"د افغانستان د ملي ګټو، د خلکو د دردونو، ملي وحدت، د عدالت د تامین او د قوانینو د تصویب اړوند مو تل غږ پورته کړی، د قوانینو په تصویب کې مو د حکومت، نظام او خلکو ستونزې په پام کې نیولي، خپل مسلمان ملت ته ډاډ ورکوو، په څه چې پوهېږو، له هغې مو په استفادې سره د ملت لپاره خپلې دندې په جدیت سره ترسره کړي دي."
د ملي شورا د کورنیو اصولو له مخې د جرګې غړي مکلف دي چې په دغو رخصتیو کې خپل موکلین له نږدې وویني، ستونزې او غوښتنې یې راټولې او د حل لپاره یې حکومت ته وړاندې کړي.
تېره ورځ ولسي جرګې هم په خپلې وروستۍ عمومي غونډه کې خپله ژمنۍ رخصتي اعلان کړه.
د دولت د لوړپوړو چارواکو استجواب، د قوانینو تصویبول، په سیمه ییزو او نړیوالو تفاهمنامو بحث کول، د بودجې تصویبول، حکومت ته د طرحو وړاندې کول، د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکول، د جرګې د کمېسیونو ځانګړو غونډو ته د چارواکو غوښتل او داسې نور هغه کارونه دي چې مشرانو جرګې په اتم تقنیني کال کې ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوی په وروستۍ غونډه کې اعتراف وکړ، کوم کارونه چې ولسي جرګې په دغه کال کې ترسره کړي، کافي نه وو.

 
https://avapress.com/vdcjhoevouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته