دا غذايي بانکونه چې د غله جاتو په نوم مشهور شوی، په دوو کالونو کې يي له ۱۴۰۰ ټنو زيات غله جات د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۲۷۰۵ کورنيو ته وېشلي. د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي وايي، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د خلکو اړتياوو ته په کتو او د خلکو په منځ کې د همکارۍ حس د پياوړي کولو او د لوږې د کمښت په موخه يې ۱۲۷۲۷ کمپاينونه د عامه خلکو په مرسته کړي، چې ښې پايلې لري او په سبب يې ۴۱۴۲ غذايي بانکونه جوړ شوي. ښاغلي کريمي وايي، چې د غذايي بانکونو اهميت ته پام، خلکو په پخپله خوښه ۹۳ جريبه کرنيزه ځمکه غذايي بانکونو ته وقف کړې، چې د دې ځمکې ټول حصلات به غذايي بانکونو ته ورکول کېږي، د دې ترڅنګ د خلکو لخوا د دې بانکونو سره د ۱ ميليونه ډالرو مرسته شوې.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير وايي، چې د فقر کچې د کمښت او ممکنه مرستې په موخه د هېواد په ۹ ولايتونو کې له هر غذايي بانک سره ۱۰۰۰ ډالره مرسته شوي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ۱۱۴ ولسواليو کې غذايي بانکونه جوړ شوي، چې وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو ولسواليو کې ورته بانکونه جوړ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)