دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 178206
په فراه کې د نجونو یو ښوونځي سوځول شوی
د فراه په مرکز کې تېره شپه د نجونو یو ښوونځی د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا وسوځول شو.

د فراه د پوهنې د ریاست مرستیال محمد صادق حلیمي په دی اړه رسنیو ته وویل چې د شهید بنفشه منځني ښوونځي ته مخکې هم وسله والو مخالفانو د تړلو ګواښ کړی چې تېره شپه یې هغه ته اور ور واچاوه چې ټول وسایل او تجهیزات یې وسوځېدل.
ښاغلي حلیمي وویل، په دې ښوونځي کې شااوخوا زرو نجونو زده کوونکو له لومړي ټولګي تر نهمه پورې زده کړې کولې.
خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند پېژني، د افغان چارواکو دغه ادعا چې دغه ښوونځی وسله والو طالبانو سوځولی، رد کړې او ویلي یې دې چې په دې اړه څېړنه کوي.
https://avapress.com/vdcjyoevmuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته