دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 178207
په مکسیکو کې تېلو یوه پایپلاین کې چاودنې له امله نږدی ۷۳ تنه مړه شوی
په مکسیکو کې د تېلو په یوه پایپلاین کې د چاودنې له کبله د مړو شمېر ۷۳ تنو ته ورسېد.

په دې چاودنه کې چې پرون د مکسیکو سیټي په شمال ۸۵ کیلومټرۍ کې د هیدالګو په ایالت کې شوې، ۷۴ تنه نور ټپیان دي.
د دې ایالت ګورنر عمر فیاض پرون ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پېښې له ځایه د پنځو تنو مړي موندل شوي دي.
ویل کېږي چې غلو له دغه پایپلاینه تېل لیک کړي وو چې وروسته د ماشومانو په ګډون سلګونو کسانو هڅه کوله چې په ګیلنو کې تېل راټول کړي چې د کوم شي له امله تېل اور اخلي او لمبې یې هرې خواته خپرېږي.
د مکسیکو لوی څارنوال وویل، په دې اړه څېړنه کوي چې ایا د خلکو له خوا چې پر دغه پایپلاین راټول شوي وو، د برښنا د شارټۍ له امله دغه چاودنه شوې ده؟
هغه وویل، تراوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
 
https://avapress.com/vdcawan6049n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته