کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نظامی سرچینی امنیتی ځواکونو اکمالاتو قطار باندی د طالبانو دوهم برید تایید کړی دی

1 دلو 1397 ساعت 8:36

د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسؤول د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې، د امنیتی ځواکونو اکمالاتو قطار باندی د وسله والو مخالفینو دوهم برید تایید ترڅنګ ویلی دی: په دی برید کې یواځی دوه سرتیری په سطحی توګه ټپیان شوی دی.



تیره ورځ ۵:۳۰ بجو به شاوخوا د امنیتی ځواکونو اکمالاتی قطار چی د فاریاب له لوری جوزجان او بلخ لوری ته په حرکت وو، د دوهم ځل لپاره څو ورځو په رڅ کې د اندخوی ولسوالی په سیمو کې د مخالفینو کمین سره مخ شوی دی.
سمیر خیرخواه؛ د فاریاب ولایتی شورا غړۍ د لوړ خبر په تایید سره آوا خبرنګار ته وویل: سخته نښته کې چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوی ۱۰ تنه دولتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی او د ۱۰ څخه ډیر موټرونه هم حریق شوی دی.
په دی نښته کې د دولت ۱۸ مخالف وسله وال هم وژل شوی او ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې حنیف رضایی؛ د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسوول د آوا خبرګزاری په مصاحبه کی د یاد برید په تایید سره ویلی دی چی یواځی دوه تنه دولتی ځواکونه ټپیان شوی دی او وضعیت د اندیښنی وړ نه دی او یواځی یو موتر سطحی تخریش شوی دی، او کوم تلفات نه دی اوښتی.
تیره پنجشنبه هم مخالفین د امنیتی ځواکونو اکمالاتی دا قطار باندی د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالی کې برید کړی وو چی د ۱۵ تنو څخه ډیر امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی وو او د ۲۰ څخه ډیر یی موټران حریق شوی وو، او علت یی هم د مرکزی حکومت سهل انګاری بلل شوی وو خو دا ځل به د برید عامل څه وی.
 


د مطلب کود: 178234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178234/نظامی-سرچینی-امنیتی-ځواکونو-اکمالاتو-قطار-باندی-د-طالبانو-دوهم-برید-تایید-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com