دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 178236
د ملي امنیت سلاکار  ډاکټر حمدالله محب به د نوي وزیر  تر ټاکلو پورې د کورنیو چارو وزارت چارې سنبالوي
جمهوررئیس زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر له شاتګ پرته دوام ومومي او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب به د نوي وزیر تر ټاکلو پورې د کورنیو چارو وزارت چارې سنبالوي. هغه زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې له دفاعي څخه په تعرضي حالت د اوښتو په موخه واحده اجماع رامنځته شوې ده.
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او د دې وزارت له رهبرۍ سره یې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال جانان بارکزي د هېواد جمهوررئيس ته د اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې،د اکمالاتو د سطحې، د بورد له لارې د تعیناتو، شایسته سالارۍ، جرایمو سره د مبارزې، د ښځو د مشارکت، د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د وېش او کوپون د اجرا او بودجې د مصرف په اړه د دې وزارت راپور وړاندې کړ.
جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د پولیسو له فعالیتونو څخه مننه وکړه او وې ویل، هغه بهیر چې د امرالله صالح د مدیریت پر مهال پېل شوی وو باید دوام ومومي او ترڅنګ دې پرېکړې له فردمحورۍ څخه پر بنسټ محورۍ بدلې شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر له شاتګ پرته دوام ومومي او د ملي امنیت سلاکار  ډاکټر حمدالله محب به د نوي وزیر  تر ټاکلو پورې د کورنیو چارو وزارت چارې سنبالوي. هغه زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې له دفاعي څخه په تعرضي حالت د اوښتو په موخه واحده اجماع رامنځته شوې ده.
جمهوررئیس د پارلماني ټاکنو او د جمهوري ریاست ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې د امنیت په خاطر د پولیسو له مدیریت څخه مننه وکړه او کورنیو چارو وزوارت ته یې لارښوونه وکړه چې په وزارت کې دې د ټاکنو د امنیت د مدیریت په موخه یو کاري ګروپ ایجاداو د ټاکنو د امنیت لپاره دې هراړخیز ترتیبات ونیول شي.
جمهوررئیس غني د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو، د ځانګړو ځواکونو د وضعیت د تغییر او د لویو ښارونو او  لارو د امنیت پرتامین ټینګار وکړ وې ویل، د ملي اردو په همکارۍ دې د لویو لارو امنیت تامین شي.
د هېواد جمهوررئیس د بندرونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار وکړ وې ویل، د امنیت په ټینګښت سره کولای شو خپل عواید لوړ کړو.
دغه راز جمهوررئیس غني د پولیسو پر ښوونې روزنې، د شهیدانو کورنیو او ملي پولیسو ته پر وخت د اعاشې په رسېدنې او په موقع د ملي پولیسو لیکو ته پر جلب او جذب ټینګار  وکړ وې ویل، واحد او هدفمند مدیریت د خلکو د باور لامل ګرځي، دغه راز امنیتي پولیسو څخه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې تعهدات باقي دي او د سولې په پروسه کې به مو امنیتي ځواکونه هیڅکله هم معامله نه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc14qse2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته