دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 178251
زلمی خلیلزاد وایي د افغانستان د سولې خبرې پرسم لوري روانې دي
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازولی زلمی خلیلزاد وایي چې د سولې هڅې په سم لوري روانې دي.

نوموړيپه خپله ټویټر پاڼه کې لیکليچې پاکستان ته یې سفر بشپړ کړی او د پاکستان لوړپوړ سیاسي او پوځي چارواکو سره یې ښې لیدنې ترسره کړې دي.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، تر ډیره کچه کولای شي افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هڅه کې ښې پایلې له ځانه سره ولري.
خلیلزاد سیمې ته خپل اته ورځني سفر کې له متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، هند، چین، افغانستان او پاکستان څخه لیدنه وکړه.
که څه هم افغانستان کې د ټیکاو رامنځته کولو لپاره د افغان حکومت او امریکا د میاشتو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې، خو بیان هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي خبرو په خلکو کې هیلې او اندیښنې رامنځته کړي دي.
لکه د ټاکنو ځنډیدل او د لنډمهاله حکومت جوړیدل.
خو ښکاري افغان ولسمشر د لنډمهاله حکومت جوړیدو طرحې پر وړاندې په کلکه دریدلی دی.
ښاغلي غني تیره ورځ راتلونکو ټاکنو لپاره د نوملیکنې پرمهال وویلطالبانو سره د سولې احمالي خبرو پيل کیدو سره به هم د لنډمهاله حکومت طرحه ونه مني.
له سره دې چې د سیمې او نړۍ زیات شمیر هیوادونو له طالبانو غوښتي چې د افغانستان حکومت سره خبرو ته کیني او روانه جګړه پای ته ورسیږي، خو طالبانو په پرلپسې ډول داسې غوښتنې ته د نه ځاوب ویلي.
بله خوا ښکاري د ولسمشر د واک شریک د سولې خبرو ته خوشبینه دی.
ښاغلی عبدالله، د سولې خبرو کې د هر ډول بندیښت او پيچلتیا پړه پر طالبانو وراچوي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تیرو څلورو ورځو راهیسې پاکستان کې طالبانو سره مخامخ لیدو په تمه ناست و.
که څه هم طالبانو خلیلزاد سره ل ناستې څو ساعته وړاندې دې ناستې کې له ګډونه انکار وکړ.
یو شمیر شنونکي دې کار کې د پاکستان لاس ښکیل بولي، چې په وینا یې دغه هیواد نه غواړي د افغانستان د سولې بهیر بریا ته ورسیږی.
زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړی چې که چیرې طالبان خبرو ته لیوالتیا ونه لري، امریکا او افغانستان به د دوی پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjioevvuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته