دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 178275
میدان وردګ ولایت کې ملی امنیت یو سیمه ییزه قطعه باندی موټربم برید شوی
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر رسنیو ته ویلي، نن ‘دوشنبه، سلواغه ۱’ په میدانښار کې د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه موټربم برید شوی.

 د دغه ولایت د روغتیايي چارواکو په وینا، لږترلږه د میدانښار ملکي روغتون ته د ۱۲ امنیتي سرتیرو جسدونه  او ۲۸ ټپیان وروړل شوي دي.
د میدان وردګو د روغتیا مشر سالم اصغرخېل رسنیو ته ویلي، داسي ښکاري چې د برید ټول قربانیان امنیتي کسان دي.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، نن سهار پر دغې امنیتي قطعې ځانمرګي بریدونه شوي دي چې،چې درې ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي.
ښاغلی منګل وایي، په موټربم برید کې د ملي امنیت سیمه ییزې قطعې ودانۍ ته زیان اوښتی او یو موټربم شنډ کړل شوی دی.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو منلی او ادعا کوي چې د ‘هاموي ټانک’ په مټ یې خپل یو ځانمرګی بریدګر قومندانۍ ته ننوتی او هلته یې د قطعې ګڼ عسکر وژلي دي.
طالبان وايي،ټول ځانمرګي بریدګر د دغې قطعې ودانۍ ته ور ننوتي او ژوندي دي.
د ملي امینت دغه قطعه، د کابل – هرات په لویه لار پرته ده ویل کیږي چې په دغو ځانمرګي برید کې د والي د دفتر په ګډون ګڼې ملکي ادارې او ورڅېرمه یې د عامو خلکو استوګنځي هم شته.
 
https://avapress.com/vdcfecdytw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته