دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 178276
د طالبانو مرکچي پلاوی نن د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري
د طالب چارواکو له قوله رسنیو ته داسي راپورونه رسیدلي چې د طالبانو مرکچي پلاوی نن په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ګوري.

رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي دي چې ځینو طالب سرچینو د دغې کتنې پخلی کړی او وایي چې دواړه لوري به په دوحه کې سره جرګه شي.
رسنۍ د طالب سرچینو له قوله دا خبر داسې مهال خپروي، چې دغې ډلې مخکې په دوحه او وروسته په پاکستان کې له امریکایانو سره له غږېدو په دې دلیل انکار کړی وو، چې ګواکي په مخکنۍ اجنډا کې امریکا بدلون راوستی دی.
په ورته وخت کې تېر ماښام خلیلزاد پر خپل ټویټر ویلي چې د افغان سولې په اړه، د سمې هیوادونو ته د تګ لړۍ یې ختمه شوه او  دغو سفرونو یې ښې پایلې درلودې
زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه د سولې راونې هڅې هیله بښونکې او سمې ارزولې دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان د سولې روانې هلې ځلې په سم لور درومي دي.
نوموړي پر خپل ټویټر زیاته کړې چې د سیمې هیوادونو ته د سفر په لړ کې د پاکستان له لوري اقدامات کولی شي ښې پایلې ولري.
دا چې پاکستان کوم ډول اقدامات کړي، او د سولې په برخه کې کوم پرمختګونه شوي دي چې ښاغلی خلیلزاد یې هیله بښونکې بولې، جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي خلیل‌زاد د جنورۍ له ۸ مې څخه سیمې ته سفرونه پیل کړي وو، د دغو سفرونو په لړ کې ښاغلي خلیلزاد عربي متحده اماراتو ، هند، چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ.
امریکا او د سیمې هیوادونه هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښینوي خو طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیزونه په مکرر ډول رد کړي دي. په ورته وخت کې افغان حکومت هم په دې ټینګار کوي چې د سولې مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره پرمخ ولاړ شي.
 
https://avapress.com/vdcgu79q3ak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته