دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 178279
د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د سالنګ لویه لاره نن د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو رئیس عبدالبصیر حبیبي نن و رسنیو ته ویلی چې موټرو له دواړو خواوو تګ راتګ پیل کړی دی.
نوموړي وویل چې دا لاره د ماسپښین پر یوې بجې پرانیستل شوه.
ښاغلی حبیبي زیاتوي:
"۱۹ برفکوچونه راغلي وو، موږ سیمه پاکه کړه، د تګ راتګ لیکې د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصې دي او د بار وړونکو لپاره به وروسته وګورو چې څه کولای شو."
ښاغلی حبیبي وايي لا هم د دې لویې لارې څخه د واورې د لیرې کولو هڅې دوام لري او تر اوسه د ده په خبره چا ته مالي یا ځاني زیان نه‌دی رسېدلی.
د سالنګ لویه لار چې د افغانستان تر ټولو لویه لار ده، د سختو واورو له کبله د شنبې له ماښام راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.
https://avapress.com/vdcjaoevhuqea8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته