د امریکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که چیرې طالبان د سولې خبرو ته را ونه ګرځي، نو د ترهګرو پر ضد مبارزه به دوام وکړي.
د پنټاګون خبرداری: که طالبان خبرو ته ونه ګرځي، پر وړاندې به یې جګړه دوام وکړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 دلو 1397 ساعت 11:51
د امریکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې که چیرې طالبان د سولې خبرو ته را ونه ګرځي، نو د ترهګرو پر ضد مبارزه به دوام وکړي.
د امریکا دفاع وزارت دغه چارواکی خبرداری ورکوي که چیرې طالبان د سولې خبرو ته را ونه ګرځي او روانه جګړه سیاسي حل لارې ته ونه رسږي نو امریکايي ځواکونه به د ترهګرو پر ضد خپلې مبارې ته دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وړمه ورځ به دوحه له طالبان سره خبرې وکړې.
د ریپوټونو پر بنسټ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو ترمنځ خبرې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مېکانېزم او څرنګوالي متمرکزې وې.
له دې وړاندې طالبانو د جدې ناسته لغوه کړه او لامل یې هم د اجنډا پر سر اختلافات یاد شوي وو.
د امریکا دفاع وزارت ویاند همداشان ویلي چې واشنګټن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هیڅ کوم پروګرام نلري.
د مطلب کود: 178319