دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 178327
ثواب الدین مخکښ د چارو ادارې یو لوړ پوړۍ مدیر ۲ کالو بند باندی محکوم شو
ثواب الدین مخکښ د چارو ادارې یو لوړ پوړی مدیر او په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني د انتخاباتي ټیم غړی، د قومي او مذهبي برابرۍ د نقض په جرم په ۲ کلن بند محکوم شو.

د هیواد د لویي څارنوالۍ ارګان وایي، ثواب الدین مخکښ چې مخکې د چارو ادارې د څارنې او ارزونې ریاست مرستیال وو په ۲ کاله تعلیقي بند محکوم شوی دی.
د لویي څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي دغه خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې د ښاغلي مخکښ دوسیه یو کال مخکې لویې څارنوالۍ ته لیږل شوې وه چې له څېړنو او ګرویږنو وروسته د نوموړي دوسیه محکمې ته استول شوې ده.
د لویي څارنوالۍ ویاند زیاتوي چې لومړنۍ محکمې ښاغلی مخکښ بیګناه بللی وو، خو دا چې لویي څارنوالۍ د نوموړي پر ضد کافي اسناد او شواهد درلودل نو د دغې ادارې له اعتراض څخه وروسته دوسیه استناف محکمې ته ولاړه، له بیا کتنې وروسته استناف محکمې ښاغلی مخکښ په ۲ کاله تعلیقي بند محکوم کړ.
ښاغلي مخکښ دوه کاله مخکې په حکومتي دستګاه کې د یوه خاص قوم د ګمارنې په موخه تعصبي طرحه جوړه کړې وه چې دغه  طرحه د نوموړي د تیروتنې له امله د هغه له رسمي ایمیل څخه په عمومي تلګراف کې نشر شوه او له دې لارې د رسنیو لاسته ورغله.
په دغې طرحه کې راغلي چې څنګه کولای شو د پښتون قوم ډېری خلک او د نورو قومونو باوري کسان په مهمو بستونو وګمارو.
دغې قضیې د سیاستوالو، محصلینو او عامو افغانانو غبرګونونه را وپارول نو ځکه ولسمشرغني لويې څارنوالۍ ته د دغې قضیې د څېړنو دستور ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcdxj0f5yt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته